امریکامتحده ایالاتونو په وروستي ګام کې پر ۱۸ حقیقي او حکمي شخصیتونو باندې چې د دې هېواد د اټومي پروګرام د ملاتړي دي، بندیزونو لګولي دي.
د امریکا د خزانه دارۍ وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې د یادو کسانو او بنسټونو ملاتړ نامشروع بللی دی.
په دې شمېر کې هغه بنسټونه او کسان شامل دي چې د ایران سپاه پاسدارانو ملاتړ له امله پرې بندیزونه لګول شوي دي.
بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له ایران سره د اټومي هوکړې د تطبیق د څرنګوالي د څېړلو د دفتر د تړل کېدو په اړه به څیړنې وشي.
د یادولو ده، دا بندیزونه تر هغه وروسته لګول کیږي چې د ټرمپ ادارې ویلي وو تهران د اټومي هوکړې په برخه کې له نړۍ سره وفاداره نه دی.