Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اندونیزیا کې د الوتکې قربانیانو موندلو لپاره پلټنې روانې دي

اندونیزیا کې د تېرې ورځې نسکورې شوې الوتکې قربانیانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

تېره ورځ اندونیزیا کې بوئینګ الوتکه چې ۱۸۹ سورلۍ یې درلوده نسکوره شوې ده.

دا بوئینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه د اندونیزیا له پلازمېنې "جاکارتا" نه د پانګکال پینانګ ټاپو پر لور روانه  وه.

په همدې حال کې د اندونیزیا ولسمشر، جوکو ویدودو د الوتکې د سورلیو له کورنیو سره ولیدل.

اندونیزیايي چارواکي وايي ښایې د الوتکې ټوله ۱۸۹ سورلۍ وژل شوې وي.

تېره ورځ د مسافرانو او د الوتکې ټوټې په اوبو کې موندل شوي دي.

د راپورونو له مخې یادې الوتکې اړیکه څو شېبې وروسته له الوتنې هوايي ډګر سره پرې شوې ده او په اوبو کې نسکوره شوې ده

شریک یي کړئ