Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اندونیزیا کې زلزلې د ۹۱ کسانو ژوند واخیست

تېره شپه اندونیزیا کې سختې زلزلېي یو شمېر سیمې ولړزولې چې په پایله کې یې ۹۱ کسان وژل شوي او له سلو ډېر ټپيان دي.

دا زلزله په لومبوک ټاپو کې هغه مهال شوې چې ډېر شمېر کسان په خپلو کورونو کې وو.

د دې زلزلې مرکز د اندونیزیا لومبوک ټاپو ښودل شوی چې ډېر شمېر مرګ ژوبله هم د همدې ټاپو خلکو ته اوښتې ده. د زلزلې اندازه ۷ درجې رېښتر ښودل شوې ده.

په لومبوک ټاپو کې اوس مهال ډېر شمېر کسان بې کوره شوې دي.

په زلزله ځپلې سیمه کې هاریان وايي:‎«ما تلویزون لیدلو چې ناڅاپه مې د ټکان احساس وکړ. خلکو چیغې کړې او له کورونو ووتل، زه هم له کوره ووتم.‎»

له زلزلې ژغول شوی کس، روسیدین زیاتوي:«هیله کوم له موږ سره مرسته وکړئ. موږ خواړه او درمل غواړو. ډېر خلک ټپیان شوي دي. یو شمېر ژوند له لاسه ورکړی. تر اوسه نه پوهېږو چې څومره کسان ورک دی.‎»

د زلزلې پرمهال د څونامې خبرداری هم ورکړل شوی دی، خو دا پېښه نه ده شوې.

د اندونیزیا ولسمشر، جوکو ویدودو ویلي دي:‎«زه له ټولو زیانمنو کسانو سره خواخوږي لرم. اړوندو بنسټونو او وزارتونو ته مې سپارښتنه کړې ده چې ډېر ژر زیانمنو ته مرستې وکړي.‎»

اندونیزیا کې ډېر شمېر اسټرالیايي ګرځندویان وي، د دې هېواد لومړي وزیر ویلي دي:‎«نه پوهېږم چې استرالیایان به زیانمن شوي وي کنه، دوی د کورنیو چارووزارت په ګډون چې لومبوک کې د ترهګرۍ ضد ناسته کې وه، زلزه احساس کړې ده.‎»

اندونیزیا یو له هغو هېوادونو دی چې په ډېره کچه په کې زلزلې کېږي.

 د دې زلزلې مرکز د اندونیزیا لومبوک ټاپو ښودل شوی چې ډېر شمېر مرګ ژوبله هم د همدې ټاپو خلکو ته اوښتې ده

شریک یي کړئ