Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران دامریکا یو اړخیزو بندیزونوپه اړه نړیوالۍ محکمې ته شکایت وکړ

نړیوالۍ محکمې د سې‎شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۶ مه) اعلان وکړ چې د ایران اسلامي جمهوري د داسې دعوا طرحه مطرحه کړې ادعا کېږي چې امریکا د ایران او نړۍ ځواکونو ترمنځ د اټومي هوکړې څخه د امریکا له وتو وروسته پر تهران د بندیزونو لګول په ۱۹۵۵ زیږدیز کال کې د دوه هېوادونو ترمنځ له معاهدې او د ملګرو ملتونو سازمان له پرېکړه لیک سره په ټکر کې بولي.

په همدې حال کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړی چارواکی د ایران د دغې دعوا د طرحې په غبرګون کې وايي چې دا ادعا له کوم منطقي دلیل څخه پرته درج شوې او امریکا به په محکمه کې له هغې سره په پرېکنده توګه چلند وکړي.

دغه امریکايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي روټېر خبري اژانس ته ویلي:«په داسې حال کې چې موږ نه شو کولای د هغه د جزییاتو په اړه څه ووایوو، خو واقعیت دا دی چې د ایران ادعا هېڅ ډول اساس نه لري او موږ به خپله هڅه وکړو ترڅو په محکمه کې د دغې ادعا په وړاندې مبارزه وکړو.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم د دوشنبې په ورځ ویلي چې ایران له امریکا څخه په نړیوالې محکمه کې شکایت کړی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ موده وړاندې اعلان وکړ چې امریکا له ایران سره له اټومي هوکړې بهر کېږي. دا تاریخي هوکړه لیک په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او د نړۍ له پنځو ځواکمنو هېوادنو سره لاسلیک شو.

ښاغلي ظریف په خپل ټوېټرپاڼه کې په دې اړه لیکلي:«نن ایران د بې دلیله او ناقانونه یو اړخیزو بندیزونو په اړه د ځواب ویلو لپاره نړیوالې محکمې ته شکایت کړی. ایران د امریکې د بې پروایۍ په وړاندې ډیپلماسۍ، د قانون واکمنۍ او قانوني ژمنو ته ژمن دی. اړینه ده چې له نړیوالو قوانینو سر غړونې سره مقابله وشي.»

نړیوال دیوان چې په نړیوالۍ محکمې مشهور دی د ملګرو ملتونو سازمان اصلي قضايي رکن دی چې د هغه موقعیت د هالنډ د لاهه ښار د سولې په ماڼۍ کې دی. د دوه هېوادونو ترمنځ قانوني اختلافونه دغې محکمې ته راجع کېږي او همدارنګه د نړیوالو سازمانونو، د ملګرو ملتونو تخصصي اژانسونو او د ملګرو ملتونو ټولګې حقوقي پوښتنو ته ځواب ویل د دغه دیوان له اصلي دندو څخه دي.

خو د ایران اسلامي جمهوري چارواکي ټینګار کوي چې د ایران پر ضد د بندیزونو لګولو په اړه د ټرمپ پرېکړه په ۱۹۷۹ کال کې د دوه هېوادونو ترمنځ د کونسلي حقوقو او اقتصادي اړیکو سره په ټکر کې ده. دا هوکړه په ایران کې د اسلامي پاڅون له بریا مخکې د دوه هېوادونو ترمځ لاسلیک شوې وه. خو د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې له اسلامي پاڅون څخه وروسته سړې شوې او د دوه ملتونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د پرېکون لامل شو.

ایران دم‎ګړۍ په ورځ کې کابو ۲۰ مېلیونه او ۵۰۰ زره بشکې نفت صادروي. د اټومي هوکړې مخکې او د بندیزونو په وخت کې، د ایران د نفتو صادرات په ورځ کې څه کم ۸۰۰ زره بشکو ته رسېږي.

ټاکل شوې ده نړیواله محکمه په اکټوبر میاشت کې د امریکا د بندیزونو په اړه د ایران دوسیه وڅېړي.

د ټرمپ ادارې له دې مخکې اعلان کړی وه چې دغه هېواد له ایران سره د یوې نوې هوکړې لپاره چمتو دی. امریکا همدارنګه ویلي وو چې ایران باید د سیمې په هېوادونو کې خپل نفوس دوام ته د پای ټکی کېږدي او خپل توغندويي پروګرام هم باید محدود کړي.

خو ایران د امریکې د غوښتنې په غبرګون کې ویلي چې اسلامي جمهوري هېڅکله به په دغو دوو موردونو کې له امریکایانو سره مذاکره ونه کړي.

که‎څه هم ټرمپ امریکا یې له ایران سره له اټومې هوکړې بهر کړه، خو د دغې هوکړې نورو لاسلیک کوونکو د اروپايي ټولنې، انګلستان، فرانسې، المان، روسیې او چین په ګډون اعلان وکړ تر هغې چې ایران د برجام په وړاندې ژمن وي، نور لاسلیک کوونکي هم دغې هوکړې ته به ژمن پاتې شي.

شریک یي کړئ