ایران وايي له دغه هېواده د امریکا متحده ایالاتو دولس غوښتنې د منلو وړ نه دي او هېڅ خپلواکه هېواد نشي کولی هغه ومني.
په دغو دلسو غوښتونو کې له سوریې نه د ایران وتل، هستوي وسلو ته لاسرسی او له ترهګرو ډلو ملاتړ هم په کې شامل دي د منلو وړ نه دي. په داسې حال کې چې ایران تل هستوي وسلو ته د لاسرسي هڅه او له ترهګرو ملاتړ تورونه رد کړي دي.
ایران وايي د دوی هستوي فعالیتونه یوازې د انرژۍ د تولید په موخه دي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر سېشنبې(د غبرګولي په ۷مه نېټه) اعلان وکړ چې که ایران د امریکا غوښتنې په جدي توګه په پام کې ونیسي، نو واشنګټن له تهران سره خبرو ته چمتو دی.
په همدې حال کې ایران وايي چې د امریکا غوښتنې به ونه مني.
په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د جاپان لومړی وزیر له ایراني مشرانو سره ښې اړیکې لري او هغه په تمه دی چې څه کېږي
ټاکل شوې د جاپان ولسمشر، شینزو اوبه لنډ وخت کې ایران ته سفر وکړي.