Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ایران کې د سېلاوونو د قربانیانو شمېر ۶۲ تنو ته ورسید

په ايران کې د وروستیو سېلاوونو له کبله د قربانیانو شمېر ۶۲ تنو ورسیدلی، لا هم ډېر شمېر کورونه تر اوبو لاندې دي او زرګونه کسان بې کوره شوي دي.

له دې سره همهاله د ایران ولسمشر، حسن روحاني وايي د امریکا متحده ایالاتو لخوا د مرستو ممانعت بې‎مخینه جنایت بللی دی.

روحاني څرګنده کړې، ډېری ایراني وګړي چې له هېواده بهیر ژوند کوي، ښایې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي، خو د امریکا لخوا له خنډونو سره مخامخ کيږي.

مخکې له دې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې امریکا متحده ایالاتو د سې میاشتې حسابونه تړلي دي او په دې کار سره یې د یران سیلاب ځپلو سره د مرستو لړۍ له ستونزو سره مخامخ کړې ده.

د ایران په لرستان ولایت کې پل دختر هغه سیمه ده چې تر ډېره یې زیان لیدلی دی، د دې سیمې اوسېدونکي وايي چې د اوبو، خوراکي توکو او ګازو له کمښت سره مخامخ دي.

له بلې خوا د ایران د لرستان ولایت د پل دختر سیمې اوسېدونکي وايي چې د خوراکي توکو، اوبو او ګازو له کمښت سره مخامخ دي

شریک یي کړئ