Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ایران کې مسافروړونکې الوتکه له کابو۶۰تنو سورلیو سره نسکوره شوې

په ایران کې یوه مسافروړونکې الوتکه چې د تهران مهرآباد هوايي ډګر څخه د یاسوج ښار پر لورې خوځېدلې وه، د دې هېواد په زاګرس غرونو کې نسکوره شوې ده.

ایراني چارواکي تائیدوي چې یوه مسافروړنکې الوتکه د سمیرم په ۱۲۰کیلومټرۍ کې د کهنګان پادنا سیمه کې نسکوره شوې ده.

په دې الوتکه کې ۶۰ تنه مسافر او ۶ تنه کارکوونکي سپاره وو.

د ایران د هوايي چلند بنسټ ویاند، رضا جعفرزاده ویلي دي چې دې الوتکې نن د تهران مهرآباد هوايي ډګر د ایران سویل ختیځ خوا ښار یاسوج پر خوا خوځېدلې وه، نسکوره شوې ده.

په همدې حال کې د ایران پرس ټي وي ویلي دی چې د دې الوتکې ټوله سورلۍ وژل شوې ده.
 
ایران کې د آسمان هوايي شرکت یوه الوتکه چې ویل کېږي ۶۶ سورلۍ یې درلوده د د هېواد په مرکزي غرونو، زاګرس کې نسکوره شوې

شریک یي کړئ