Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بنګله‎دېش ته د روهینګايي مسلمانانو د پناه وروړنې بهیر دوام لري

روهنګیايي مسلمانان لاهم په خپلو کورونو کې ارامه نه دي او بنګله‎دېش ته پناه وړي.

هره ورځ سلګونه کسان د زیاتو خطرناکو لارو په منلو سره ځانونه بنګله‎دېش ته رسوي ترڅو له تاوتریخوالو په امن کې شي.

ملګري ملتونه وايي، په دې وروستیو کې د کډوالو شمېر کم شوی خو راتلونکی روښانه نه‎دی.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګرانډي په دې اړه وویل:« د کډوالو د راتګ شمېر کم شوی که څه هم بنګله‎دېش دولتي سازمانونو ته راپور ورکړی چې لاهم دننه په میانمار کې د بې‎ځایه شویو شمېر زیات دی او غواړي چې بنګله‎دېش ته ولاړ شي نو له همدې امله وړاندوینه نه شم کولای.»

 د ملګرو ملتونو  دغه چارواکی وايي، چې روهنګیايي کډوال له سترو ننګوونو سره مخ دي.

هغه زیاته کړه:« د روغتیايي خدمتونو د کموالي له امله دا اندېښنه شته که‎چېرې په دغو کډوالو کې خپرېدونکې ناروغي خپره شي څه ناورین به رامنځته کړي.»

 په همدې حال کې د لومړي وزیر مرستیال رجب اکداغ، معاون نخست وزیر ترکیه:«ټولو نړیوالو هېوادونو لطفاً خپلې سترګې او  غوږونه بند کړی دغه ځای د ناورین شاهد دی خلک هیله لري باید له دې حالاتو سره مبارزه وکړي او دغو خلکو ته يي حق ورکړئ.»

په دې، وروستۍ یوه میاشت کې شاوخوا ۴۳۰ زره هنګیايي مسلمانان له خپلو کورونو بې‎ځایه شوي دي خو تراوسه دغو کډوالو ته لږ مرستې رسېدلې دي.

هره ورځ سلګونه کسان د زیاتو خطرناکو لارو په منلو سره ځانونه بنګله‎دېش ته رسوي ترڅو له تاوتریخوالو په امن کې شي. د ملګرو ملتونو  دغه چارواکی وايي، چې روهنګیايي کډوال له سترو ننګوونو سره مخ دي.

شریک یي کړئ