د امریکا متحده ایالاتو، د دوشنبې په ورځ (د غوايي په ۲۵ مه) خپل سفارت یې په رسمي توګه له تلابیب څخه بیتالمقدس ته ولېږدوه.
په بیتالمقدس کې د امریکا د سفارت په پرانیستغونډه کې، د اسرایلو لومړي وزیل،د ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ، د ډونلډ ټرمپ یهودي زوم جرد کوشنر او ځينو نورو امریکايي او اسراییلي چارواکو حضور درلود.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، په خپل یوه پیغام کې بیت المقدس یې د اسراییلو پلاژمنه وبلله او په بیت المقدس کې یې د امریکې سفارت مبارکي ورکړه.
هغه په دې اړه وویل:«کره ۷۰ کاله مخکې، د هري ټرومن په مشرۍ امریکا لومړنی هېواد وه چې اسراییل یې په رسمیت وپېژندل، او نن امریکا په رسمي توګه په بیتالمقدس کې خپل سفارت پرانیزي.»
د ډونلډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ په دې اړه وايي:«د امریکا د ۴۵ ولسمشر په استازیتوب، د لومړي ځل لپاره دلته د اسراییلو په پلاژمېنې بیتالمقدس کې د امریکا سفارت ته ستاسو د راتګ مبارکي وایوو.»
د په اسراییلو کې د امریکا سفیر ډېوډ فرېډمن هم څرګنده کړه:«د داسې ورځې د رارسېدو لپاره ډېریو کسانو د اوږې مودې لپاره په ککله کار کړی، له ټولو څخه یې منندوی یوو.»
امریکا په داسې حال کې له تلابیب څخه بیتالمقدس ته خپل سفارت لېږدولی چې له اسراییلو سره په پوله د فلسطیني ځوانان د نښتې په پایله کې، کابو ۶۰ فسطینیان وژل شوي او څه باندې دوه زره تنه نور یې ټپیان شوي دي.