Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ترکيه د خاشقجي د وژنې په اړه تازه څرګندونې لري

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې هېواد کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنې په اړه تازه معلومات خپاره کړي دي. 

هغه نن (سه‌شنبه، د لړم لومړۍ) په استانبول کې خبریالانو ته وویل، چې د خاشقجي تر وژل کېدو وړاندې د قونسلګرۍ څارونکې کمرې لرې کړل شوې دي. 

اردوغان زیاته کړه، د خاشقجي تر وژنې وړاندې څو تنه د سعودي عربستان استخباراتي غړي ترکيې ته داخل شوي دي. 

د ترکيې ولسمشر وویل، چې دغه سعودي خبریال د سعودي قونسلګرۍ د غړو په ګډون د څو تنو هغو عرب استخباراتي غړو له لوري په وحشیانه ډول وژل شوی، چې وروسته يې یو ځای د سعودي له قونسل سره ترکیه پرېيښې او وتلي دي. 

اردوغان دا هم وویل، د عربستان قونسلګرۍ د ډيپلوماټانو د خوندیتوب په اړه به هم بحث وشي، خو زیاتوي چې له دې پنځلس کسیزې ډلې درې تنه له قتل وروسته ۹۰ کیلومتره لرې له استانبول نه یوه ځنګله ته تللي دي. 

دا په داسې حال کې دی چې سعودي چارواکو پرون (دوشنبه، د تلې ۳۰مه) وویل، چې د قاشجي د قتل د جزییاتو او دا چې د هغه جسد چېرته وړل شوی دی، هیڅ معلومات نه لري. 

دوه ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزیر عادل الجبیر ژمنه وکړه چې له ترکي چارواکو سره یو ځای به د دې قتل د بشپړې پلټنې لپاره یو پلاوی ټاکي. 

هغه وویل:«هغه[خاشقجي] په قونسلګرۍ کې د ننه وژل شوی، خو پر جزییاتو يې نه پوهېږو چې څنګه وژل شوی، موږ نه پوهېږو چې جسد يې چېرته دی، خو موږ د دې قتل د عاملانو مجازاتو ته ژمن یو.»

هغه لومړنی سعودي چارواکی دی چې د خاشقجي د قتل په اړه څرګندې خبرې کوي، خو سعودي لومړی ځل تېره شنبه ومنل، چې د دوی د حکومت منتقد خبریال يې په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی. 

جمال خاشقجي چې له دریو اولادونو سره يې د امریکا تابعیت هم درلود،  له واشنګټن پوسټ سره پر دنده بوخت و، د سعودي حکومت سخت منتقد بلل کېده، د اکتوبر په دویمه ترکیه کې د عربستان قونسلګري ته له ننوتلو وروسته لادرکه شو. 

سعودي چارواکو د هغه پر قتل خواشيني ښوودلې او کورنۍ ته يې تسلیت وړاندې کړی دی، عادالجبیر وویل:«دا یوه لویه غلطي ده، دا لویه تراژيدي ده، موږ تسلیت وړاندې کوو، موږ يې درد احساسوو، له بده مرغه لویه غلطي شوې او زه ډاډ درکوم چې د دې پېښې عاملان به مجازات کېږي.»
 
شریک یي کړئ