د ترکیې ولسمشر رجبطیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ ( د وري په ۲۹ مه) د ترکیې د ستر مليپاله ګوند له مشر سره له خبرو اترو وروسته، د ژر تر ژره ټاکنو له ترسراوي خبر ورکړ.
هغه وویل چې له وخت مخکې د ټاکنو د ترسره کېدو، د دغه هېواد د سیاسي نظام لپاره یوه اړتیا ده.
ښاغلي اردوغان وویل:« موږ پرېکړه کړې ده چې ټاکنې د یکشنبې په ورځ، د روان زیږدیز کال د جون په ۲۴ مه ترسره شي.»
دا په داسې حال کې ده چې ترکیه، په سوریه کې له امریکا او اورپايي ټولنې، سره د سیاسي شخړو ښکېلتیا ترڅنګ له کردي اورپکو سره هم ښکېل دي.
اردوغان موده وړاندې د ترکیې د اساسي قانون له بدلون سره، په دغه هېواد کې یې تر ډېره واک ترلاسه کړ.
هغه وايي چې په لومړي سره کې، د ټاکنو د ترسراوي لپاره د ۲۰۱۹ کال نومبر میاشت ټاکل شوې وه؛ خو د دغه هېواد د حکومتي نظام د بدلون یعنې له ریاستي پارلماني ته، د ټاکنو ترسره کېدل یې له هغې نېټې څخه مخکې پر یوې اړتیا بدل کړل.
اردوغان زیاته کړه:«که له پولې بهیر په سوریه کې عملیات وي او که په سیمه کې مهمې تاریخې پېښې چې سوریې او عراق ته متمرکزې دي، د ترکیې لپاره دا اړتیا رامنځته کوي چې ژر تر ژره، پر ابهاماتو او نامالومو پېښې ته ځیر شي. د حکومتوالۍ یوه نوي نظام ته ورتګ، یوه بیړنۍ اړتیا ده؛ ترڅو د حکومت د راتلونکي لپاره پرېکړې له ډېر ځواک سره عملي شي.»
ترکیې تېر زیږدیز کال کې د سیاسي نظام د بدلون لپاره یوه ټول پوښتنه ترسره کړه. چې د دغې تولپوښتنې په پایله کې خلک د دغه نظام د بدلون پلوي وو، چې له هغه سره د ولسمشر واکونه هم زیاتوالی مومي او رجبطیب اردوغان کولای شي تر ۲۰۲۹ زیږدیز کال پوري د ترکیې د ولسمشر په توګه پاتې شي.
ټاکل شوې ده چې دغه بدلونونه، د ترکیې له راتلونکو ټاکنو څخه وروسته پلي شي.