د جاپان په لویدیځ کې د یوې زورورې زلزلې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
دا زلزله نن سهار(دوشنبې د غبرګولي۲۸مه)د جاپان پروقت د اتو بجو په شاوخوا کې د اوساکا سیمه کې وشوه.
په دې زلرله کې یوې نهه کلنې نجلۍ او دوو اتیا کلنو نارینه وو ژوند له لاسه ورکړ، ویل کېږي چې د زلزلې له کبله یو شمېر ودانیو کې اورلګېدلی او یو شمېر هم زیانمنې شوې دي.
د اوساکا سیمهييز چارواکي وايي چې د زلزلې اندازه کابو ۵،۹ ریښتره وه.
د زلزلې له کبله د ۲۰۰ کسانو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی دی، او د کابو ۱۷۰زره کورنیو برېښنا هم پرې شوې ده.