Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جاپان کې ځواکمن توپان د ۱۰کسانو ژوند واخیست

د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د «جېبې» توپان تېره ورځ(سې شنبې د وږي۱۳مه)جاپان ته د ننه شوی او تر اویې په لویدیځه برخه کې ۱۰ کسان وژلي دي.

له یاد توپان سره سخت باران او باد هم مل دی چې له پیل سره یې جاپان کې سلګونه الوتنې وځنډول شوې او یو هوايي شرکت اړ شو تر څو خپل مسافر له چټکې ‎کوچنۍ بېړۍ څخه د لېږد په موخه کار واخلي.

تر اوسه د کابو یو میلیون کسانو برېښنا پرې شوې ده او یو شمېر هم د خوراکي توکو او اوبو اخیستو په موخه په کتارونو کې ولاړ دي.

جېبې چې په کوریايي ژبه کې «د یوه څه په ژوندي بڼه خوړلو» ته وايي په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو سخت توپان بلل کېږي.

د جاپان هواپېژندنې ادارې مخکې له دې له توپان سره د سخت باران او باد خبرداری ورکړی وه.

په همدې حال کې د جاپان حکومت په یو شمېر ښارونو کې خلکو ته د کورنو تشولو سپارښتنه کړې ده تر څو د ځمکې ښوویدو څخه خوندي ووسي.

تر اوسه د کابو یو میلیون کسانو برېښنا پرې شوې ده او یو شمېر هم د خوراکي توکو او اوبو اخیستو په موخه په کتارونو کې ولاړ دي

شریک یي کړئ