سعودي عربستان د دغه هېواد په وړاندې د امریکا د سنا جرګې له خوا وروستۍ لایحې غندي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیر وايي چې د دغو دوو لایحو تصویب، د عربستان په چارو کې لاسوهنه بولي او دا دوه لایحې د ناسمو تورونو پربنسټ، تصویب شوې دي.
په دویمه لایحه کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د عربستاني خبریال جمال خاشقجي د وژنې مسوول ګڼي.
دا دوه لایحې په قانون نه بدلېږي او له قانوني پلوه، د هغوی اجرا کېدل د حکومت لپاره لازمي نه دي.
خو ځینې امریکايي سیاستوال وايي چې د امریکا د ولسي جرګې د منځنۍ دورې له ټاکنو وروسته، دا دوه لایحې په قانون بدلې کړي.
کارپوهان وايي چې د دغو دوو لایحو تصویب، د سعودي عربستان په وړاندې د امریکا غصه څرګندوي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمال خاشقجي د وژنې په موضوع کې په یو ډول د عربستان له رسمي دریځه ملاتړ کړی او ویلي یې وو چې د عربستان د اهمیت په دلیل له دغه هېواد سره په خپلو اړیکو کې بدلون نه راولي.