جنرال فیض حمید، د پاکستان د څارګرې ادارې (ای اېس ای) د مشر په توګه وګومارل شو.
فیض حمید له دې مخکې د ای اېس ای د جاسوسۍ ضد رییس و.
په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان د ټاکنو قانون د بدلون په اړه د لاریونونو په لړ کې، فیض حمید و چې د معترضانو له مشرانو سره یې خبرې وکړې او دا لاریون یې پای ته ورسوه.
خو د اسلام اباد سترې محکمې، د لاریونوالو او جنرال حمید ترمنځ هوکړهلیک تر پوښنتې لاندې راوست او محکمې یوه قاضي، دا پرېکړه لیک د قانون پر خلاف اعلان کړ.
په همدغه نوي کال کې د پاکستان مخکني لومړي وزیر نواز شریف پر جنرال فیض حمید تور پورې کړ چې د مسلم لیګ ګوند ځينې غړي یې د دغه ګوند پرېښودو ته اړ کړي دي.
فیض حمید یو له هغو څلورو پاکستاني جنرالانو څخه دی چې کابو دوه میاشتې مخکې ترفیع کړې وه او اوس هر یو د پاکستان په ملي پوځ او استخباراتو کې په بېلابېلو برخو کې ګومارل شوي دي.