Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خامنه‌یي: ایران به د امریکا د فشارونو پر وړاندې سرښکته نه کړي

د ایران مذهبي مشر، علي خامنه‎يي د دغه هېواد د انقلاب مشر، آیت الله خمیني دېرشم تلین په مراسمو کې د خپلې وینا پرمهال وویل چې هېواد به یې د امریکا متحده ایالاتو د فشارونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

خامنه یې زیاته کړې چې د امریکا پر وړاندې تسلېدل به د ایران لپاره ګرانه بیه ولري.

هغه همداراز څرګنده کړې چې د ایران د توغندیز پروګرام د پرمختګ له کبله واشنګټن غواړي له تهران سره خبرې وکړي.

د ایران مذهبي مشر له امریکا سره خبرې اترې ردوي او وايي چې باید ایران له امریکا لیري ووسي.

 علي خامنه يي خبرداری ورکوي چې هېواد به یې د امریکا فشارونو ته تسلیم نشي.

هغه زیاتوي چې امریکا غواړي چې د ایران د پرمختګ مخه ونیسي.

نوموړی همداراز څرګندوي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ فکر تعادل نلري او امرکا ته د ایران شرط دا دی چې له ایرانه لیري ووسي.

د ایران مذهبي مشر همداراز د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان پر نېږدې والي او د واشنګټن له سیاستونو د ریاض پر تګ هم نیوکې کوي.

 ایران مخکې له دې ویلي وو چې له خلیجي هېوادونو سره به د تعرض نه کولو هوکړه کوي.

امریکا هم ویلي چې پرته له کوم شرطه له ایران سره خبرې وکړي، خو د ایران ولسمشر بیا د خبرو لپاره پر تهران د امریکا لخوا د بندیزونو لیري کولو غوښتنه کړې وه.

د ایران مذهبي مشر، علی خامنه‌یي ویلي، امریکا متحده ایالات غواړي چې د ایران د پرمختګ مخه ونیسي

شریک یي کړئ