Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اردوغان تندو خبرو وروسته ترکیي ته پیټرز سفر

د نیو زیلاند لومړۍ وزیره، جسیندا آردرن نن (چهارشنبې د کب په ۲۹مه نېټه) ویلي دي په دې هېواد کې پر لمونځ کوونکو د برید په تړاو د ترکیې د ولسمشر، رجب طیب اردوغان خبرو په غبرګون کې نوي زیلاند د بهرنیو چارو وزیر، وینستون پیترز انقرې ته ځي.

نوي زیلاند کې پر لمونځ کوونکو د برید په پایله کې ۵۰ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

له یاد برید وروسته د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان واشنګټن پسټ ورځپاڼې ته وویل چې په نوي زیلاند کې استرالیايي بریدګر له داعش ترهګر سره کوم توپير نلري، او که نوی زیلاند ورته سزا ورنکړي، نو ترکیه به دا کار و کړي.

ده وړاندې ویلي دي:«تاسو په ښکاره زموږ ۵۰ وروټه او خویندې چې هلته په عبادت بوخت وو وژنئ. تاسو به د خپل دې کار تاوان ورکړئ. که نوی زیلاند تاسو ته سزا درنکړی، نو موږ به نور لارې ستاسو د سزا ورکړې لپاره ولټوو.»

اوس د نوي زیلاند لومړۍ وزیرې ویلي دي چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر به د تکمیلي توضیحاتو لپاره ترکیې ته ولاړ شي.

هغې ویلي دي:«زموږ استازی به ترکیه کې له دې خبرو سره مقابله وکړي. دی به په دې سفر کې د موضوع په اړه مخامخ خبرې وکړي او شواهد به وړاندې کړي.»

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان واشنګټن پسټ ورځپاڼې ته وویل چې په نوي زیلاند کې استرالیايي بریدګر له داعش ترهګر سره کوم توپير نلري

شریک یي کړئ