Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان سولې په پار افغانستان ته د پاکستان بهرنیو چارو وزیر راتګ

د پاکستاني رسنیو په حواله ټاکل شوې ده چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د روان کال د ډسمبر په ۱۵ ڼېټه د افغانانو په مشرۍ د تلپاتې سولې او سیاسي مصالحې په هکله افغانستان ته راشي، په داسې حال کې چې امریکا په دې اړه د پاکستان د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

ښاغلي قریشي ویلي چې پاکستان د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې بهیر ته ژمن دی.

هغه زیاتوي چې د پاکستان بهرنی سیاست د ملي ګټو او د ځان باورۍ پر بنسټ په مثبته لور کې دی.

د تېرې اوونۍ د سې‎شنبې په ورځ، قریشي د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد سره د لیدنې په ترڅ کې د افغانستان د سولې په اړه ډاډ ورکړی وه.

له دې لیدنې وروسته هغه په خپل ټېوېټر پاڼه لیکلي:«پاکستان به له صمیمیت سره د افغانستان د سیاسي حل لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. په پاکستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد له پاکستاني چارواکو سره تر لیدنې وروسته د ملي یووالي حکومت له مشرانو اشرف غني او عبدالله عبدالله سره هم ولیدل.

له دې سره جوخت، کابل کې د امریکا سفارت، په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلی خلیل‎زاد د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره تر لیدنې وروسته، د افغانستان د سولې په اړه روسیې ته ولاړ.

ښاغلي قریشي د پاکستان ملتان کې د وینا پر مهال ویلي چې دا د پاکستان د بهرني سیاست مقاومت و، چې امریکا د افغانستان د سولې په اړه له موږ د همکارۍ غوښتنه وکړه.

شریک یي کړئ