Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اقلیمي بدلون په اړه د اسټرالیا سېډني ښار کې د زرګونو تنو لاریون

نن جمعه(د وږي په ۲۹مه) د اسټرالیا په سېډني ښار کې په زرګونو تنو د اقلیم د بدلون په اړه په لاریون لاس پورې کړ او په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون د مخنیوي غوښتونکي شول.  

معترضانو چې د اسټرالیا د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول، د دغه هېواد حکومت یې د اقلیمي بدلون په اړه په بې‎پروایۍ تورن کړ. د ښوونځي ډېری زده‎کوونکو هم په دغه لاریون کې ګډون کړی وو.

یو له دغو معترضانو جینا هاله وايي:«ما په ښوونځي کې زده‎کړي چې د اقلیمي بدلون اغېزې څه دي؟ موږ زده‎کړي اړتیا لرو چې ځينې کارونه ترسره کړو. زه وینم چې ځينې کسان په هېواد کې په واټونو کې قدم وهي او هېڅ کار نه کوي چې زما لپاره د حیرانتیا وړ ده. له همدې امله زه نن دلته یم.»

په سېډني کې لاریونوال ګواښ کوی تر هغې چې دوی خپلو غوښتنو ته ونه‎رسېږي خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

یو بل لاریونوال ژان هېنچلېف په دې اړه وویل:«په لومړي لاریون کې، ما ویلي و چې دا یو پیل دی او موږ دغه لاریون ته دوام ورکوو. او زموږ ننني اعتراضونه د دې ښودونکي دي چې موږ په خپله ژمنه عمل کړی دی. تر هغې چې موږ خپلو غوښتنو ته ونه‎رسېږو، له لاریون به لاس په سر نه‎شو.»

د تولیدي کارخونو لوګۍ او د نفتي موادو مصرف په نړۍ کې د اقلیم د بدلون له عواملو څخه دي.

په نړۍ کې د اقلیمي بدلون په وړاندې د لاریونونو څپې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په دې لړ کې نن ټایلنډ کې هم دوه سوه ځوانانو د دغه هېواد د چاپېریال ساتنې وزارت مخې ته لاریون وکړ.

په دې لړ کې نن ټایلنډ کې هم دوه سوه ځوانانو د دغه هېواد د چاپېریال ساتنې وزارت مخې ته لاریون وکړ.

شریک یي کړئ