Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا او ایران ناندرو زیاتوالي په درشل کې عراق ته د ظریف سفر

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ له مخې لا خړې شوې دي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف عراق ته سفر کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له مخکې په نه اعلان شوي سفر د عراق پلازمېنې بغداد ته رسېدلي او له یو شمېر عراقي چارواکو سره یې لیدلي دي.

د یو شمېر راپورونو له مخې د عراق د پارلمان رییس ویلي چې هېواد یې کولی شي د واشنګټن او تهران ترمنځ منځګړتوب وکړي.

په همدې حال کې د عراق اوسېدونکي بیا د امر یکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ لانجو کې د بغداد بې پرې والی غواړي.

مخکې له دې د عراق لومړی وزیر، عبدالمهدي ویلي وو چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ کموالي په موخه به دواړو هېوادونو ته پلاوي ولیږي.

هغه زیاته کړې ده:"عراق داسې ونډه ترسره کوي تر څو چې ارامي رامنځته کړي، دواړو لورو ترمنځ د لوړو پوړو چارواکو سره موږ د ایران او امریکا په اړه خبرې کړې دي، دواړو لورو ویلي دي چې د جګړې لېواله نه دي."

جواد ظریف په داسې حال کې عراق ته سفر کوي چې د ایران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا په لړ کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ منځني ختیځ ته د سلګونه نور ځواکونو د استولو خبر ورکړ.

د ټرمپ په وینا، دغه سرتېري په منځني ختیځ کې د امریکا د ګټو د خوندیتوب په پار استوي.

وروسته له دې چې امریکا له لویدیځ سره د ایران د هستوي هوکړې ووته، د دواړو هېوادونو ترمنځ ناندرې زیاتې شوې.

امریکا وايي چې پر ایران به د حداکثر فشار سیاست پلی کړی، خو تهران وايي د امریکا فشارونو پر وړاندې به مقاومت وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له مخکې په نه اعلان شوي سفر د عراق پلازمېنې بغداد ته رسېدلي د خپل عراقي سیال ترڅنګ یې د دې هېواد له نورو چارواکو سره هم لیدلي دي

شریک یي کړئ