پر ایران د امریکا متحده ایالاتو نوي بندیزونو د یو شمېر ایراني سوداګرو کاروبار اغېزمن کړی دی. ایران کې د اوسپنې یو سوداګر وايي چې اوس مهال په دې هېواد کې کاروبار ډېر خراب دی.
د تهران اوسېدونکي هم وايي چې بنديزونو یې پر ژوند بده اغېزه کړې ده.
دوی وايي اوس مهال نړۍ کې لوی ځواکونه د خپلو ګټو په موخه سیاست او اقتصاد تنظیموي.
ایرانیان همداراز وايي چې امریکا به کله هم دا جرات ونکړي چې پر ایران برید وکړي.
امریکا په دې وروستیو کې د ایران د اوسپنې، فولادو، المونیمو او مسو صادراتو باندې بندیز لګولی دی.
که څه هم امریکا متحده ایالاتونه وايي چې پر ایران به د فشار له له سیاسه کار واخلي، خو ایران وايي چې د امریکا د بندیزونو پر وړاندې مقاومت کوي.