Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امریکا منځنیو ټاکنو کې یوه افغان کډواله بریالۍ شوه

د امریکا په منځنيو پارلماني ټاکنو کې د لومړي ځل لپاره یوه افغانه کډواله مېرمن بریالۍ شوې ده.

اوه ویشت کلنه صفیه وزیر په شپږ کلنۍ کې له هېواده ازبکستان ته او په ۲۰۰۷ز کال له هماغه ځایه له خپلې کورنۍ امریکا ته کډواله شوه. 

هغه چې له ډیموکراټ ګوند نه نومانده ده، وتوانېده چې په «نیوهمشر» ښار کې د جمهوري غوښتونکو نوماند دینیس ساسي  ته ماتې ورکړي. 

تر اوسه د دې ټاکنو رسمي پایلې نه دي اعلان شوې، خو د غیر رسمي سرچینو له لورې دغه افغان کډواله بریالۍ اعلان شوې ده. 

د ګوپال تیمسینا په نوم یو نېپالی کډوال چې لومړی ځل يې په ټاکنو کې برخه اخیستې، وايي صفيې د نوم لیکنې لپاره هڅولی دی. 

هغه زیاته کړه: «سړی ډېر ښه احساس کوي، چې کډوال د پرمختګ په حال کې وینې، خصوصاً هغه کډوال چې سختې ورځې يې تېرې کړې دي.»

که څه هم امریکا کې لا د دې ټاکنو رسمي پایلې نه دې په ډاګه شوې، خو غیر رسمي سرچينې تاییدوې چې ډیموکراټان د جمهوري غوښتونکو په پرتله وړاندې دي.
 
شریک یي کړئ