Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اندونیزیا سونامي د قربانیانو شمېر ۳۷۳ تنو ته ورسید

اندونیزیايي چارواکي وايي په دې هېواد کې د رامنځته شوي سونامي له کبله د وژل شویو شمېر ۳۷۳ تنو او د ټپیانو ۱۴۰۰ تنو ته رسېدلی.

دا چارواکي وايي تر اوسه ۱۲۰ تنه تري تم دي چې د ژوغورنې ډلې یې د موندلو په هڅه کې دي.

د یوه هوټل کارکوونکی د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:«کابو دولس نیمې بجې وې چې د اوبو یوه لویه څپه زموږ پر لور راروانه وه، زه د میلمنو د سالون لوري ته ولاړم، میلمنو او خپلو مدیرانو ته مې وویل چې له دې ځایه ولاړ شي.»

د څونامي له کبله ۵۵۰ کورونه او کرنیزې ځمکې ورانې شوې دي.

د رستورانت یو کارکوونکی وايي:«هغه څپې چې سیمې ته راتلې کابو دوه او یا درې متره وې، کله چې له دیوال سره لګېدې نو څو برابره کېدې، دا څپې درې واره راغلې او هر وار له لومړۍ هغې نه زوروې وې.»

دا په داسې حال کې ده چې اندونیزیايي چارواکو د بلې څونامې د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی او د ساحلي سیمو اوسېدونکو ته یې غوښتنه کړې ده چې خپل کورونه پرېږدي.

د اندونیزیا په بنټین ولایت کې د څونامي له رامنځته کېدو وروسته د دې هېواد چارواکو د بلې سونامې د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی

شریک یي کړئ