د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، تېره شپه په خپل انسټاګرام پاڼه کې لیکلي«د خدمت د دوام لپاره له بې وسۍ او د خدمت په پیر کې له ټولو نیمګړتیاوو» بښنه غواړم.
هغه د خپلې استفعا علت نه څرګندوي؛ خو کله چې تېره ورځ (دوشنبې د کب ۶مه) د سوریې ولسمشر بشارالاسد تهران ته تللی وو او د ایران له مذهبي مشر علي خامنهيي او ولسمشر حسن روحاني سره لیدنه وکړه ښاغلي ظریف حضور نه درلود.
خو د ایران د ولسمشر ویاند محمد واعظي وايي چې د ښاغلي ظریف استعفا منظور شوې نه ده.
د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره د ایران ولسمشر حسن روحاني او مذهبي مشر علي خامنهيي سره د لیدنې په خپرو شویو عکسونو کې د بهرنیو چارو وزارت د وزیر او نه هم د دغه وزارت د کوم بل چارواکي انځور ښکاري.
د سېشنبې په ورځ د اسلامي جمهوري ورځپاڼې کې له جواد ظریف سره مرکه کې هم چاپ شوي چې په هغه کې کولای شو ایران کې د ډپيلماسۍ د وضع په اړه د ښاغلي ظریف ناراضایتي ووینو.
هغه په دغې مرکه کې ویلي:«د بهرني سیاست لپاره وژونکي زهر دا دي چې بهرنی سیاست د ګوندي او جناحي دعوا موضوع شي.»
د ایرنا خبري اژانس رپوټ ورکوي چې د ښاغلي ظریف دغه اقدام د ولسي جرګې غړي هم حیران کړي دي.
ایرنا د ملي شورا د ملي امنیت کمېسیون د ویاند او د مجلس د فراکسیون امید غړي علي نجفي خوشرودي له خولې لیکلي:«د اسلامي شورا د اکثریتو استازو له خوا د محمد جواد ظریف په ملاتړ یو لیک چمتو کړی چې د لاسلیک د راغونډولو په حال کې دی.»
ښاغلی نجفي چې دی په خپله هم د غه لیک لپاره د لاسلیک یو له راټولوونکو څخه دی، وايي چې تراوسه «ډېریو استازو دا لیک لاسلیک کړی دی.»