Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران د انقلاب څلوېښتمې کلیزې لمانځنه

په ۱۳۵۷ کال کې د ایران شاهي نظام چې امریکا متحده ایالات یې ملاتړی وو، د یوه انقلاب په پایله کې نسکور شو او د دې هېواد واګی روح الله خیمني په لاس کې واخیست.

د انقلابه تر اوسه څلویښت کاله تېر شول او دا ورځ نن په ایران کې ولمانځل شوه. د ایران ولسمشر، حسن روحاني په دې مراسمو کې پر دې هېواد امریکا لخوا د وروستیو لګول شویو بندیزونو ته په اشارې د واشنګټن پر وړاندې د تهران پر مقاومت ټینګار وکړ.

نوموړي همداراز په خپله وینا کې وویل چې ایران به د توغندیو د ازمویښت لپاره له چا اجازه وانخلي.

 ایران په داسې حال کې د انقلاب ورځې له څلوېښتمې کلیزې لمانځنه کوي چې د امریکا متحده ایالاتو تر سختو بندیزونو لاندې دی.

امریکا چې په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې له ایران سره هستوي هوکړه لاسلیک کړې وه، تېر کال له دې هوکړې بهر شو.

اوس مهال ډېری ایرانیان د دې هېواد د حکومت پر سیاستونو د بد اقتصادي حالت له کبله نیوکې کوي.

د ایران د انقلاب څلوېښتمې کلیزې لمانځنه

کابو څلوېښت کاله مخکې روح الله خمیني چې د انقلاب مشري یې کوله،  د ایران انقلاب یې اسلامي ونوماوه

شریک یي کړئ