Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران لاریونونو په وړاندې د امریکې پر کړنې د ملګرو ملتونو نیوکه

د ایران د دولت پر ضد د اعتراضونو په وړاندې د امریکې پر کړنې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا نیوکه کوي.

د دغې شورا په بیړنۍ غونډه کې چې تېره شپه ترسره شوه، د هغې ډېری غړيو په ایران کې لاریونونه یې د دغه هېواد یوه کورنۍ موضوع وبلله چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت پر شورا پورې تړاو نه‎لري.

اخوا امریکا په ایران کې د دولت ضد معترضانو پر ملاتړ او د نړیوالو غبرګونو پر زیاتوالي تینګار کوي.

د ملګرو ملتونو د ملي امنیت شورا بیړنۍ غونډه چې د امریکې په غوښتنه ترسره شوه، په دغې سازمان کې د امریکې د دایمي استازي نېکي هیلي له وینا سره پيل شوه.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا استازې نېکي هیلي وايي:«په تېرې اوونۍ هغه څه چې په ایران کې رامنځته شول، هغه څه دي چې نړۍ باید ورته متوجه وي. دا خودجوشه ابزار د بشر بنسټیز حقوق دي. د ایران خلکو د دغه هېواد په څه باندې ۷۹ سیمو کې لاریون کړی. د دې ښودونه کوي چې د ایران زړور خلک د خپل ځپوونکي حکومت څخه ستومانه شوي دي او غواړي چې د اعتراض کولو لپاره، خپل ځانونه، په خطر کې واچوي. نړۍ باید د هغوی له زړورتیا ستاینه وکړي. د ایران د خلکو غږ باید واورېدل شي.»

خو د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران سفیر غلام علي خوشرو وویل:«نهیلي کوونکی دی چې د  ملي امینت شورا د ځينو غړو د مقاومت سربېره، شورا اجازه ورکړه چې د دغې غونډې په ترسره د هغه موضوع په اړه چې د شورا له دندې بهر موضوع ده، د امریکا د ادارې له خوا سپکاوی وشي.»

چین، روسیې او فرانسې هم د دغې غونډې پر جوړېدو نیوکه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې دایمي استازي فرانسوا دلاتره څرګنده کړه:«که‎څه هم په ایران کې د څو وروستیو ورځو امنیت او نړیواله سوله نه ګواښي؛ خو هغه څه چې رامنځته شوي، مناسب چلند ولرو. په بل عبارت، باید ډاډ ترلاسه کړو چې اوضاع تر نظر لاندې لرو؛ خو باید له دغه کړکېچ څخه د هر ډول شخصي ګټه اخیستو هڅې ته متوجه واوسو. په پای کې باید ووایم چې په ایران کې بدلون به له دغه هېواده له بهرڅخه نه وي، بلکې د ایران خلک به په خپله بدلون راوړي.»

په ملګرو ملتونو شورا کې د روسیې دایمي استازي واسلي نبزنیا په دې اړه وايي:«نن یو ځل بیا وینو چې متحده ایالات څه ډول له امنیت شورا څخه ناوړه استفاده کوي. متحده ایالات چې د ملي امنیت شورا دایمي غړی او د ملګرو ملتونو سازمان د منشور یو له لیکوونکو څخه دی، ولې د دغه شورا واک چې د نړیوالې سولې او امنیت ساتلو مسوولیت دی، زیان رسوي؟ فکر کوم ټولو ته څرګنده ده چې د نن ورځې موضوع، د ملګرو ملتوو سازمان د ملي امنیت شورا د بحثونو په محدوده کې نه دی.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ، د ایران یو ستر شمېر وکړو، د حکومت د ملاتړ لپاره لاریون وکړ.

شریک یي کړئ