Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران مذهبي مشر له ټرمپ سره خبرې اترې رد کړې

د ایران مذهبي مشر، آیت‎الله خامنه‎يي د امریکا متحده ایالاتونو له ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره په اوسني حالت کې خبرې ګټورې نه بولي او نه یې مني.

خامنه‌یي وايي چې امریکا له ایران سره له هستوي هوکړې له وتو سره لویه تېروتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د واشنګټن او ایران ترمنځ ستونزې زیاتې شوې دي.

په لنډ وخت کې امریکا پر ایران د بندیزونو بیا راتګ خبر ورکړی دی.

په همدې حال حال  کې د ایران دا مذهبي مشر ډاډ ورکوي چې د دواړو یادو هېوادونو ترمنځ به جګړه پیل نشي.

له بلې خوا د ایران دفاع وزارت د نوي تولید شوي توغندي خبر ورکړ.

وروستیو میاشتو کې ایران له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان  دی، خو چارواکي یې وايي چې د امریکا فشارونو ته به تسلیم نشي.

په دې تړاو د ایران مذهبي مشر وايي چې په هېواد کې یې اقتصادي ستونزې کورنۍ بي ‎تدبیري ده، نه د امریکا فشارونه.

دی په دې اړه وایي:‎«د امریکا متحده ایالاتونو د تعزیراتو په نسبت اقتصادي بي تدبیري د ایران پر ورځنیو چارو فشار راوړی دی.‎»

دی زیاتوي:«موږ له ښه مدیریت او پلان سره کولی شو چې د تعزیزاتو پر وړاندې مقاومت وکړو.‎»

د ایران مذهبي مشر خامنه‎يي په دې باور دی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ شته ستونزې د خبرو اترو له لارې نه هواریږی

شریک یي کړئ