Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران هستوي هوکړې ته د روسیې او قراقستان ژمنتیا

د روسیې، ایران او قزاقستان ولسمشران د ایران پر اټومي هوکړې ټينګار کوي.، دوی د شانګهای سازمان د همکاریو په غونډه کې وویل چې له دې هوکړې څخه د امریکا وتل به په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې له ایران سره د اټومي هوکړې نورو خواوو هم پر دې هوکړې په پاتې کیدو ټینګار وکړ.

د ایران ولسمشر، حسن روحاني په چین کې د شانګهای د همکاریو سازمان په ۱۸ مه غونډه کې  له لویدیځ سره د اټومي تړون پر ساتل کیدو ټینګار کړی دی.

د ایران ولسمشر وایي، تهران تر دې دمه د اتومي تړون په رابطه خپلې کړې ژمنې عملي کړې دي. نوموړی په دغه تړون کې له ښکېلو  خواوو هم غواړي چې خپلې ژمنې عملي کړي.

بل خوا د روسیې ولسمشر له دغه تړون نه د امریکا وتل، په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل بولي.

د روسیې ولسمشر، ولادمیر پویتن وايي:« زموږ هېواد د ایران د اتومي تړون په اړه اندیښمن نه دی، خو له دغه تړون نه د امریکا وتل، په سیمه کې د روانې بې ثباتۍ لامل ګرځیدلی دی.
روسیه له قید او شرط پرته د دغه تړون د عملي کیدو غوښتونکې ده.» 

همداراز د قزاقستان ولسمشر، نورسلطان نظربایف زیاتوي:« قزاقستان تل د ایران له اتومي تړون نه ملاتړ کړی او د دغه تړون د عملي کیدو په پار ژمن پاتې شوی دی.» 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان میلادي کال د مې په اتمه نیټه د ایران له اتومي تړون نه د امریکا وتل اعلان کړل. 

له تړون نه د امریکا په وتو سره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پر ایران د نورو بندېزونو خبر ورکړ، خو اوس ښکېلې خواوې  د دغه تړون پر ساتل کیدو ټینګار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې هم د ایران هستوي هوکړې نورو خواوو دې هوکړې ته ژمن پاتې کېدو ویلي وو

شریک یي کړئ