Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برما مشره په دې هېواد کې تاوتریخوالی مسوؤل ترهګر بولي

د میانمار مشره، انګ سان سوچي، چې په دې وروستیو کې د مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالیو له امله چپه خوله پاتې وه، اوس وايي چې په دې هېواد کې د وروستیو پېښو لامل ترهګر دي.

هغې په خپله لومړنۍ وینا کې د تاوتریخوالیو په پایله کې ۱۲۵ زره مسلمانانو کډوالۍ ته کومه اشاره ونه کړه.

سوچي په دې اړه زیاتوي:«موږ پوهېږو چې یو ځای کولی شو کار وکړو او ډاډ ترلاسه کړو چې ترهګري زموږ او ګاونډیو هېوادونو کې رېښه نلري.»

له رخین ښار څخه بنګله‎دیش ته تښتېدلي مسلمانان وايي چې په ډېرو ستونزو یې ځانونه ژغورلي دي.

یوې روهینګیايي، دلارا بیګم وايي:«قاچاق‎وړونو له ټولو پنځه زره میانماري پيسې واخیستې او موږ یې بنګله دیش ته ورسولو. کله چې دلته راغلو خواړه مو وخوړل او مخکې له هغې وږي وو.»

ملګري ملتونه وايي چې په دې وروستیو اوونیو کې ۱۲۵ زره روهینګیان له میانمار څخه کډه شوي دي.

د ناټو لوی منشي، نتونیو ګوترش څرګندوي:«موږ ټول د میانمار په راخین کې د توپيري چلند، ناهیلیو له تاریخ څخه خبر یوو. موږ د ترهګرو بریدونه غندلي دي، خو اوس د میانمار د پوځي تاوتریخوالیو راپورونه مو ترلاسه کړي دي. دا کار ترهګرۍ ته نوره هم لمن وهي.»

په همدې حال کې یو شمېر بنګه‎دیشي چارواکي وايي چې میانماري سرتېرو د دواړو هېوادونو ترمنځ سیمه کې ماینونه خښ کړي دي تر څو مسلمانان بېرته ورستانه نشي.

د میانمار مشره، انګ سان سوچي وايي چې په دې هېواد کې د مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی د ترهګرو فعالیت له کبله راپورته شوی دی

شریک یي کړئ