Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تاجکستان په یوه بند کې د ۲۹ بندیانو وژل کېدل

د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ښار ته نېږدې په یوه زندان کې د نښتې رامنځته کېدو له کبله ۲۹ بندیان او د زندان درې ساتونکي وژل شوي دي.

تاجکستاني چارواکي دوشنبې(د غويي په ۳۰مه نېټه) وايي نښته هغه مهال پیل شوې چې له داعش ډلې سره د تړاو په تور نیول شویو ۳۰ تنو بندیانو د زندان درې تنه ساتونکي یرغمل کړل او ویې وژل.

دا چارواکي وايي په زندان کې د نښتې یو لامل د تاجکستان د ځانګړو پولیسو د پخواني مشر، ګلمراد حلیوف زوی، بهروز ګلمراد وو.

بهروز ګلمراد ۱۹ کلن دی او تېر کال له داعش سره د یوځای کېدو په تور نیول شوی  وو.

د راپورونو له مخې بندیان په چاقو او یو شمېر نورو وسلو سمبال وو.

د تېر زیږدیز کال په نومبر میاشت کې هم د «خُجند» ښار په بند کې د نښتې له کبله د زندان دوه ساتونکي او ۲۱ تنه بندیان وژل شوي وو.

د تاجکستان په دې بند کې د داعش په څېر د ترهګرو ډلو غړي ساتل کېدل

شریک یي کړئ