Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جاپان نوي امپراتو په کار پیل وکړ

د جاپان نوي امپراتور "ناروهیتو" نن(د غويي په ۱۱مه نېټه) خپل کار وروسته له هغې پیل کړل چې پلار یې تېره ورځ دا مقام پرېښود او ویې ویل چې نور د دې واګي د پرمخ بېولو توان نلري.

د ناروهیتو د کار پیل په مراسمو کې یو شمېر لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو او د کار له پیله وروسته د جاپان لومړي وزیر، شینزو ابه ورته مبارکي وویله.

ښاغلي ابه وویل:«امپراتور نن خپله دنده پیل کړه. د جاپان د خلکو په استازیتوب ورته مبارکي وایم.»

که څه هم په جاپان کې اجرايي چارې د لومړي وزیر په لاس کې وي، خو امپراتور هم ځانګړی ځای لري او د خلکو د یووالي سبمول بلل کېږي.

د جاپان لومړي وزیر د امپراتور په اړه وویل:«موږ تاسې د دې هېواد د یووالي سمبول په توګه ګورو. په داسې حال کې چې د نړۍ حالات په چټکه توګه د بدلون په حال کې دي، موږ هوډ لرو چې د جاپان لپاره نوی عصر او روښانه راتلونکی پیل کړو چې د سولې او هیلو ډک وي، وکولی شو پر تاسو ویاړ وکړو او خلک فرهنګي یووالی ولري.»

په همدې حال کې د جاپان نوی امپراتور وايي چې د خپل پلار په شان به له سولې او د جاپان له اساسي قانون نه ملاتړ ته دوام ورکړي.

د جاپاني چارواکو په وینا ناروهیتو د جاپان ۲۲۶ امپراتور دی، خو تاریخ پوهان بیا وايي ښایې دا شمېر له مبالغې ډک وي.

د جاپان نوي امپراتو په کار پیل وکړ

د ناروهیتو د کار له پیله وروسته د جاپان لومړي وزیر، شینزو ابه ورته مبارکي وویله

شریک یي کړئ