Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جنسي تاویریخوالي د مبارزې لپاره د جولي او د ناټو سرمنشي ټینګار

د هالیووډ مشهوره ستورې انجلینا جولي او د ناټو سرمنشي د افغانستان په څېر جګړه ځپلو هېوادونو کې د جنسي تاوتریخوالي په وړاندې د مبارزې غوښتونکي دي.

جولي چې د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو متلونو سازمان ځانګړې استازې ده، د ناټو له سرمنشي سره په لیدنه کې وايي چې په جنګي سیمو کې د ماشومانو او ښځو په وړاندې د جنسي تاوتریخوالي لپاره باید مبارزه فعاله شي:« د ښځو له ګډون او مساوي حقونو څخه پرته په ټولنه کې سوله او امینت نه‎شي راتلای.»

په همدې حال کې، ناټو له خپلو ۲۹ نورو غړو سره چې به کوزاوو او افغانستان کې ماموریت لري، ژمنه کوي چې د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ښځو لپاره  عدلت د تامین په برخه کې به کار وکړي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل:«دا ډېریو پوځي ښځو په اړه دي، او موږ په دې اړه له خپلو تړونوالو هېوادونو سره کار کوو. د بېلګې په توګه، په کوزاوو، افغانستان، اردن او نور ځایونو کې چې څه ډول وکړای شو ښځيه پوځيان او پولیسې زیاتې کړو، او موږ هغوی ته روزنه ورکوو، موږ هغوی هڅوو؛ موږ باور لرو چې د پوځي ځواکونو په برخو کې د ښځو د شمېر زیاتوالی ګټور دی دا کار زموږ د امنیت او پوځيانو لپاره ډېر مهم دی.»

جولي وايي چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د تاوتریخوالي په پایه کې، څه باندې ۶۵ مېلیونه تنه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.  

شریک یي کړئ