د سعودي عربستان د علماو شورا یوه غړي، شیخ عبدالله المطلق ویلي دي چې په عمومي ځایونو کې اړې نه دي چې له لویو حجابونو سره ځانونه پټ کړي.
د ګاردین راپور له مخې نوموړي له یوه ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي دي:«په اسلامي نړۍ کې کابو ۹۰ سلنه ښځې ابایا(دودیز حجاب) نلري.»
د علماو شورا دې غړي زیاته کړې ده:«له دې امله موږ باید خلک اړ نکړو چې ابایا واغوندي.»
د سعودي عربستان د قوانینو له مخې ښځې اړې دي چې په عمومي توګه ابایا(دودیز حجاب) واغوندي.
د راپور له مخې تر اوسه پورې د قانون بدلون په اړه څه نه دي ویل شوي، خو دا لومړی کس دی چې د حجاب په اړه یې داسې نظر څرګند کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان شهزاده، محمد بن سلمان د ښځو ملاتړ په برخه کې د اصلاحاتو خبره کړې ده.
تېره میاشت د سعودي عربستان ښځو اجازه ترلاسه کړه چې په یوه لوبغالي کې د فوتبال لوبه وګوري او دا څلور میاشتې له هغې وروسته وه چې د ښځو لخوا د موټر چلولو بندیز لغو شو.
د سعودي عربستان د علماو شورا غړي، شیخ عبدالله المطلق څرګندونو په خواله رسنیو کې ډېر غبرګونونه له ځانه سره درلودل او یو شمېر نورو علماو یې هم ملاتړ کړی دی.