Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د خاشقجي پر قتل سربېره امریکا له عربستان سره ملګرې ده

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که جمال خاشقجي د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان پر امر وژل شوي یا نه؛ له سعودي سره زموږ ملګرتیا شته. 

سپینې ماڼۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: «که له سعودي عربستان سره زموږ اړیکي خرابې شي، د نفتو بيې به لوړې شي، ما دا بيې ټيټې ساتلې.»

د امریکا متحده ایالاتو استخباراتو څو ورځې وړاندې داسې راپور ورکړ، چې محمد بن سلمان د عرب خبریال جمال خاشقجي د وژنې امر کړی دی. 

ډونالډ ټرمپ ویلي پرخپلو استخباراتو نیوکه کړې، چې قطعي څه شی په لاس کې نه لري: «واقعیت دا دی، چې ښايي هغه په دې موضوع کې لاس ولري، یانه؛ خو تاسې ایران ته وګورئ ډېر بد لوبغاړی دی، وګورئ چې په سوریه کې له بشارالاسد سره څه شوي، سلګونه زره تنه وژل شوي، موږ له سعودي عربستان سره یو.»

د عربانو مرکز؛ غړی خلیل جهشان وايي، ټرمپ خپل استخبارات په څپېړه ووهل: «دا د استخباراتو پر مخ یوه څپېړه ده، هغه څه چې له امریکا مو واورېدل، د ولسمشر له لوري د سعودي عربستان بښنه ده.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي، ټرمپ په عجیب ډول د خپلو خبرو یو پراګراف ایران ته متوجه کړی دی.

د ایران او امریکا تر منځ وروسته له هغه اوبه لا خړې شوې، چې امریکا متحده ایالات د اټومي تړون له هوکړه لیکه یو طرفه ووتل او پر ایران یې بندیزونه ولګول.

جمال خاشقجي عرب خبریال و، چې د سعودي حکومت منتقد بلل کېده، هغه نږدې دوه میاشتې دوه میاشتې وړاندې ترکیه کې د عربستان قونسلګرۍ ته ننوت او ورک شو، چې میاشت وروسته يې عرب چارواکو وژنه ومنله. 
 
د عربانو مرکز؛ غړی خلیل جهشان وايي: «دا د استخباراتو پر مخ یوه څپېړه ده، هغه څه چې له امریکا مو واورېدل، د ولسمشر له لوري د سعودي عربستان بښنه ده.»

شریک یي کړئ