Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سریلانکا ولسمشر د دې هېواد پارلمان منحل کړ

د سریلانکا ولسمشر، ماتریپیلا سریسینا د یوه فرمان په ترڅ کې د دې هېواد د پارلمان د منحل کولو ترڅنګ د ۲۰۱۹ زیږدیز کال د جنوري په ۵مه نېټه د پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو اعلان کړی.

له دې سره به د سریلانکا ټاکنې له ټاکلي وخته دوه کاله مخکې ترسره شي.

د سریلانکا ولسمشر وروسته له هغې پارلمان منحل اعلان کړی چې د ده لخوا لومړي وزیری ته وړاندیز شوي، ماهیندا راجاپاکسا د پارلمان د ملاتړ رایې خپلې نکړې.

یوه سریلانکايي چارواکي ویلي دي:«سریسینا په دې باور دی چې نوی پارلمان به لومړي وزیر ته دا فرصت ورکړي تر څو د اوسني لومړي وزیر، ویکرام سینګه پر وړاندې لا ډېر ملاتړ ولري.»

ولسمشر، سریسینا اعلان کړی چې نوی پارلمان به د جنوري په ۱۵ تشکیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې راجاپاکسا او ویکرام سینګه له دوو اوونیو راهیسې د لومړي وزیری څوکي لپاره سره سیالي کوي. وکرام سینګه د ولسمشر لخوا ګوښه شوی، خو دی د ده په اړه د ولسمشر د ګوښه کولو فرمان سره مخالف دی.

د سریلانکا د ولس آزادي غوښتنې جبهه چې دولت مخالف ګوند هم دی، د ولسمشر دا کړنه غیر قانوني بولي.

د دې ګوند مشر، تیلوین سیلوا ویلي دي:«په دې وخت کې د پارلمان لغو کول غېر قانوني دي. سریسینا غواړي له دې کار سره خپل ځواک ښکاره کړي.»

د سریلانکا د اساسي قانون له مخې، ولسمشر نشي کولی چې لومړی وزیر ګوښه کړي.

خو د دې هېواد ولسمشر خپل لومړی وزیر، رانیل وکرام سنګ په داسې حال کې ګوښه کړی چې هغه په پلازمېنه کې نه وو او لنډ وخت کې یې ماهیندا راکاپاکسا پارلمان د لومړي وزیری لپاره رایې اخیستنې ته وړاندې کړ.

د سریلانکا د ولس آزادي غوښتنې جبهه چې دولت مخالف ګوند هم دی، د دې هېواد د ولسمشر لخوا د پارلمان منحل کول غیر قانوني بولي

شریک یي کړئ