Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د سوېلي افریقا ولسمشر له خپلې دندې استعفا وکړه

د سوېلي افریقا ولسمشر، جیکوب زوما چې له ډېرې مودې راهیسې تر فشار لاندې وه، له خپل مقام څخه استعفا وکړه.

ښاغلي زوما، د چهارشنبې پر مازدیګر په یوې ټلوېزیوني وینا کې خپله استعفا اعلان کړه.

هغه له څو میاشتو راهیسې، د افریقا د ملي کنګرې چې په سوېلي افریقا کې حاکم ګوند دی، تر فشار لاندې یې وه ترڅو له خپل مقام څخه لیرې شي؛ خو هغه د هغوی د دغې غوښتنې په وړاندې مقاومت کاوه.

دغه ګوند تېره ورځ په رسمي توګه له ښاغلي زوما څخه وغوښتل چې له خپل مقام څخه لیرې شي.

۷۵ کلن جیکوب زوما، په اداري فساد تورن دی او په همدې دلیل، د سوېلي افریقا ملي کنګرې هغه ته د چهارشنبې ورځې تر پایه وخت ورکړی وه ترڅو له واک څخه لیرې شي.

دغې کنګرې همدارنګه ګواښ کړی وه که‎چېرې ښاغلی زوما دغه غوښتنه ونه منلي، د پنجشنبې په ورځ به له پارلمان څخه د هغه لپاره د بې اعتمادۍ رایې غوښتنه وشي.

ښاغلی زوما له څو میاشتو راهیسې، د افریقا د ملي کنګرې چې په سوېلي افریقا کې حاکم ګوند دی، تر فشار لاندې یې وه ترڅو له خپل مقام څخه لیرې شي؛ خو هغه د هغوی د دغې غوښتنې په وړاندې مقاومت کاوه.

شریک یي کړئ