رویټرز خبري اژانس رپوټ خپور کړی چې د طالبانو د مشر ملاهبتالله ورور مولوي احمدالله، د پاکستان په ګوټه کې یوې چاودنې کې وژل شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ، دا چاودنه په هغه جومات کې شوې ده چې مولوي احمدالله د هغه جومات ملاامام و.
دا چاودنه نن (جمعه د زمري په ۲۵مه) د کوټې په شمال کچلاغ سیمه کې رامنځته شوې ده.
په دغې چاودنه کې، درې تنه نور هم وژل شوي او څه باندې شل تنه نور ټپيان دي.
پاکستاني رسنیو، رپوټ ورکړی چې دا چاودنه په دغه جومات کې د جمعې لمانځه له ادا کولو وروسته رامنځته شوه.
تراوسه د دغې چاودنې مسوولیت تراوسه هېڅ ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
دا څلورمه چاودنه ده چې په تېرې یوې میاشت کې په کوټه کې رامنځته کېږي.