Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عربو ایتلاف لخوا د اوربند په ماتېدو د حوثي جنګیالیو تورنېدل

د سعودي عربستان په مشرۍ د عربو ایتلاف په حدیده بندر کې حوثي جنګیالیو د اوربند په ماتولو تورنوي. په داسې حال کې چې یاد جنګیالي بیا د یمن پر حکومتي پوځیانو ورته تور لګوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو یو څارونکی پلاوی حدیدې بندر ته د څېړنو په موخه تللی دی.

په داسې حال کې چې د یمن حکومت او حوثي جنګیالیو ترمنځ له اوربند نه څو اوونۍ تېريږي، خو لا هم د دواړو لورو ترمنځ خال خال نښتې کېږي.

 د سعودي عربستان په مشرۍ د عربو ایتلاف ویاند، ترکي المالکي وايي:«ټول لیدی شي چې حوثي جنګیالي د سولې هوکړه تر پښو لاندې کوي. د یمن حکومت هڅه کوي چې دا هوکړه چې د دواړو لورو ته د اوربند سره مرسته کوي، اجرا کړي.»

دی وايي اوس مهال نښتې لامل شوي دي چې بندر وتړل شي.

ترکي المالکي وايي:«لا هم حوثي جنګیالي د سوداګریزو کښتیو د راتګ مخه نیسي.»

له دې سره هم مهاله حوثي جنګیالي بیا د یمن حکومت د اوربند په ماتولو تورنوي.

د سویدن په استکهلم ښار کې د یمن په رسمیت پېژندل شوي حکومت او حوثي جنګیالیو ترمنځ د بندیانو مبادلې، د صنعا هوايي دګر پرانیستل او د اوربند په اړه هوکړه وشوه، خو داسې ښکاري چې دواړه لورې دې هوکړې ته ژمن نه دي پاتې شوې.

اوس مهال پر اوربند د ملګرو ملتونو یو څارونکی پلاوی حدیدې بندر ته د څېړنو په موخه تللی دی تر څو دا موضوع وڅېړي

شریک یي کړئ