Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لیبیا په اوبو کې د بیړۍ ډوبېدو له امله ۹۰ تنه وژل شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د لیبیا هېواد په اوبو کې د بیړۍ ډوبیدو له کبله د ۹۰ تنو ژوند له لاسه ورکولو خبر ورکوي چې ډېر شمېر یې پاکستانیان دي.

یاده اداره وايي چې له پېښې یوازې درې تنه د پاکستان اوسېدونکي ژوندي راوتلي دی.

ویل کېږي چې دې کسانو غوښتل په غیرقانوني ډول ځانونه آلمان ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاندې، اولیوا هېډون تېره ورځ(جمعه د سلواغې ۱۳مه) وویل چې د ډوب شویو کسانو شمېر کره کېدو لپاره باید هڅې وشي.

دا زیاتوي:«دوی(له پیښې ژغورل شوي) وايي چې ۹۰ تنو د بېړۍ ډوبېدو له کبله ژوند له لاسه ورکړی، خو موږ یې باید کره شمېر تائید کړو.»

د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې تر اوسه پورې د لیبیا سواحلو څخه ۱۰ مړي له اوبو ویستل شوي چې دوه تنه یې لیبیايي او نور یې پاکستانیا دي.

انګېرل کېږي چې تېرو څلورو کلونو موده کې کابو ۶۰۰زره له لیبیا څخه ایتالیا ته تلي دي.

اولیوا هیډون وايي چې باید د ډوبو شویو کسانو پېژاند او شمېر په اړه کره هڅې وشي او تائید شي، ځکه دوی یوازې د ژغورل شویو کسانو له خولې شمېر ۹۰ تنه ښودلی دی

شریک یي کړئ