د ایران ولسمشر حسن روحاني د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۲مه) وویل چې له امریکې سره د مذاکرې لار پرانیستې ده؛ خو لومړی د دغه هېواد چلند باید بدلون وکړي.
د ایران ولسمشر حسن روحاني زیاتوي کهچېرې امریکا خپل بندیزونه لیرې کړي او په خپلو ژمنو، ژمن وي او د مذاکرې مېز ته راستون شي، تهران به له واشنګټن سره خبرې وکړي.
ښاغلي روحاني په خپله وینا کې وویل:«هر کله یې چې ظالمانه بندیزونه لیرې کړل، هرکله چې د خپلو ژمنو په اړه ژمن و، هر کله چې په خپله د مذاکرې هغه مېز ته چې ترک کړی و، راستون شو، د هغوی په مخ لار تړلې نه ده. پرانیستې ده.»
له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو اعلان کړی و چې هېواد یې حاضر دی، هر ډول وارله مخې شرط څخه پرته له ایران سره خبرې کړي؛ خو پر دغه هېواد به فشارونه دوام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ موده وړاندې ټینګار وکړ چې په ایران کې د رژیم د بدلون په لټه کې نه دی:«ایران له همدغو مشرانو سره پر ستر هېواد د بدلون موقع لري. غواړم چې په څرګنده ووایم موږ د رژیم د بدلون په لټه کې نه یوو. موږ د اټومي وسلې د مخنیوي په لټه کې یوو.»
ښاغلي ټرمپ چې خپل هېواد یې د ایرن له اټومي هوکړې (برجام) څخه بهر کړی، ویلي حاضر دی چې له تهران سره نوي هوکړې ته د رسېدو لپاره مذاکره وکړي.