Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ناټو مشران به تر ۲۰۲۴ مه د افغان ځواکونو مالي ملاتړ تأیید کړي

د ناټو عمومي منشي وايي چې د سرمشریزې په غونډه کې چې راتلونکې میاشت ترسره کېږي له افغان امنیتي ځواکونو څخه به مالي ملاتړ تر ۲۰۲۴ زیږدیزکال پورې تایید شي.

د ناټو عمومي منشي د جمعې په ورځ د جرمنۍ له لومړۍ وزیرې سره د نړۍ پر نورو مسایلو سربېره د افغانستان په تړاو هم خبرې وکړې.

ښاغلي سټولټبنرګ وویل:« زه تمه لرم چې موږ د جولای په میاشت کې د ناټو په سرمشریزه کې تر ۲۰۲۴ کاله د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل د غځېدو په تړاو هوکړې ته ورسېږو، ترڅو په دې ملاتړ سره په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره شرایط برابر کړو.»

ینس ستولتنبرګ وايي چې جرمني په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ یو له لویو مرسته کوونکو څخه دی.

ینس سټولټبنرګ زیاته کړه:« تاسو د ناټو له ماموریت سره له افغانستانه نیولې تر کوزو وو او اژمي سمند پورې لویې مرستې کوئ ؛موږ په دې تړاو د چمتوالي لپاره خورا ښه بحثونه لرل ؛ په افغانستان کې زموږ روزنیز ماموریت له نړیوالې ترهګرۍ سره بله مهمه مرسته ده .»

په همدې حال کې د جرمني لومړۍ وزیره انګېلامېرکل وايي چې په راتلونکې زیږدیزې میاشت کې د ناټو د مشرانو غونډې پایله به پرېکنده وي.

اغلې مېرکل څرګنده کړه:« زه باور لرم چې که تاسو له نېږدې سرمشریزې ته د چمتووالي کارونه وګورئ په آسانۍ ویلای شي چې پرېکنده پایلې به ولري. په دې تړاو چمتووالی په دقیقه توګه نیول شوی دی، د ناټو یو شمېر غړو تر منځ له اختلافونو سره سره د دې تړون دفاع وزیرانو تر دې وړاندې پر دې مسایلو له یو بل سره لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.»

 د ناټو مشرانو د ۲۰۱۶ کال په سرمشریزه کې د پولنډ په پلازمېنې وارسا کې هوکړه وکړه چې تر ۲۰۲۰کال پورې به د امنیتي ځواکونو لګښتونه ورکړي.

د افغان ځواکونو کلني لګښتونه شاوخوا ۴ مېلیارد ډالره دي.

شریک یي کړئ