د نړۍ نامتو فزیکپوه، سټیفن هاوکنګ د برېټانیا کمبریج ښار کې د ۷۶ کلنونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
نوموړی سره له دې چې فلج وه، خو د نړۍ غوره فزیکپوه شمېرل کېده او په دې برخه کې یې د نوبل جایزه هم ګټلې وه.
د نوموړي نظریات د فضايي چالې او عام نسبیت په اړه مشهورې دي.
نوموړی په ۲۲ کلنۍ کې د یو ډول نادرې ناروغۍ اخته شوی وه، ډاکټران په دې باور وو چې دا ناروغي به یې ژوند واخلي، خو هغه ۷۶ کلنۍ عمر وکړ.
سټيفن وروسته له دې ناروغی فلج شو او خبرې یې نشوې کولی، خو کلونه وروسته د غږ تولید دستګاه په مرسته وتوانید چې خبرې وکړي.