Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نیوزیلند د پېښې قربانیانو شمېر۵۰ تنو ته ورسید

د نیوزیلند د کریست چرچ ښار چارواکي وايي په دې ښار کې په جومات کې پر لمونځ کوونکو د برید قربانیان ۵۰ تنو ته رسېدلي دي.

دوی زیاتوي اوسمهال د ۱۲ تنه ټپيانو حالت نازک دی.

له دې سره هم‎مهاله چارواکو خبر ورکړی چې د پېښې د قربانیانو د خاورو سپارلو مراسمو ته یې هم چمتووالی نیولی.

د پولیسو چارواکو په وینا اصلي نیول شوی تورن، پنیټن برنټ نومیږي او د اسټرالیا تبعه دی.

هغوی دا هم ویلي چې ښایې د پېښې په تور څلور نور نیول شوي تورن کسان بې ګناه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د کب په ۲۴مه نېټه نیوزلنډ کې پر دوو جوماتو د برید پایله کې ۴۹ تنه ووژل شول.

ویل کېږي، دواړه پېښې هغه مهال شوي چې ځايي مسلمانان پر لمانځه ولاړ وو. پېښه کې یو افغان توکمه نیوزلنډی وژل شوی او درې نور افغانان ټپيان دي.

بریدګر چې یوه کمره یې په سرپورې نښلولې وه، له دې پېښې تصویرونه اخیستي.

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیره جاسیندا اردرن په دې اړه وویل:"روښانه ده چې دا یو ترهګریز برید و. موږ موندلې چې دا یوه پلان شوې پېښه وه.د چاودېدونکو توکو دوه وسیلې له دوو تورنو کسانو سره هم نیول شوې دي."

د کراست چرچ د پولیسو قوماندان وايي، د دې پېښې په تړاو د یوې اسټرالیوۍ مېرمنې په ګډون څلور تنه نیول شوي دي. دا برید د نیوزلنډ په تاریخ کې یوه بې‌سارې پېښه شمېرل کېږي.

همداراز پر لمونځ کوونکو د برید اصلي تورن محکمې ته حاضر شو.

برنټون ټرنټ د اسټرالیا وکړی دی او ټاکل شوې چې راتلوونکې زیږدیزه میاشت د دویم ځل لپاره محکمې ته راشي.

د نیوزلنډ په دولتي بنسټونو کې د دغه هېواد بیرغ نیم ځوړند دی، د دغه هېواد لومړی وزیر جاسینډا ارډرن له مسلمانانو سره د دغه هېواد د وګړو او پر یووالي او همدردۍ ټینګار کوي.

د نیوزلنډ یو ستر شمېر وګړو د کرایسټ چرچ ښار کې د نور جومات ته‎څېرمه د دغو دو بریدونو د قربانیانو پر یاد سره راغونډ شوي دي.

له دې سره هم‎مهاله چارواکو خبر ورکړی چې د پېښې د قربانیانو د خاورو سپارلو مراسمو ته یې هم چمتووالی نیولی

شریک یي کړئ