Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هند د پارلماني ټاکنو اوم پړاو نن پيل شو

د هند د پارلماني ټاکنو اوم پړاو نن سهار(یکشنبې د غوايي په ۲۹مه) پیل شو.

دغه انتخابات د دغه هېواد په اوو ایالاتونو کې ترسره شول. په دغه پړاو کې ۹۱۷ تنه د ۵۹ څوکیو لپاره نوماند دي.

دغه ټاکنې په اتراپرادېش، مادیاپره دېش، بنګال، جارکند، بیهار، همجال پرادېش، پنجاب او همدارنګه د هند په څو نورو ښارونو کې ترسره شوې.

د نننیو ټاکنو له ترسراوي سره به، د هند ټاکنو اوه پړاویزې ټاکنې پای ته ورسېږي. ټاکل شوې ده چې د دغو انتخاباتو پایلې د روانې زیږدیزې میاشتې پر ۲۳ مه نېټه اعلان شي.

د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي په دې پړاو ټاکنو کې د هند له «ورانسي» سیمې نوماند دی.

ویل کېږي چې د هند د پارلماني سراسري ټاکنو کې، ۹۰۰ مېلیونه تنه د رایې ورکړې پر شرایطو برابر دي.

د هند د ملي کانګرس ګوند، د بهاراتیا جنتا ګوند یوازنی سیال دی.  

شریک یي کړئ