Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هند له خوا کشمیر کې ځانګړی وضعیت پای ته ورسېد

د هند حکومت د دغه هېواد د اساسي قانون د ۳۷۰مې مادې له لغوه کېدو سره، د کشمیر ځانګړی وضعیت یې پای ته ورسوه.

د هند حکومت وايي چې د جمو او کشمیر ایالت به په دوه برخو تقسیم کړي.

د هند د اساسي قانون د۳۷۰ مادې پر بنسټ، د کشمیر ځانګړی وضعیت په دې مانا دی چې دا سیمه نیمه خودمختاره ده او له بهرنهیو اړیکو او ستر اقتصادي وضعیت پرته باید د مرکزي حکومت تر ادارې لاندې وي.

خو پاکستان چې د کشمیر د مالکیت پر سر اختلاف لري، د هند دا کارونه ناقانوني ګڼي او هغه غندي.

د هند د ولسمشر له خوا د کشمیر د ځانګړي وضعیت له لغوه کېدو وروسته، په کشمیر کې د هندي ځواکونو شمېر زیاد کړل شو.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه د کشمیر د ځانګړي وضعیت د لغوه کېدو له اعلان سره، د دغه هېواد د حکومت د دې پرېکړې په اړه خبر ورکړ چې جمو او کشمیر په دوه برخو «جمو و کشمیر» او «لداخ» وېشي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«زه اجازه ورکوم چې د کشمیر د جغرافیې د بیارغونې قانون بیا رامنځته شي. وړاندیز کوم چې د کشمیر په اړه د ۲۰۰۴ز کال د ملاحظاتو قانون تعدیل شي.»

پاکستان او هند تراوسه درې ځله خونړۍ جګړې کړې دي چې دوه ځله یې د کشمیر پر مالکیت وې.

د کشمیر د ځانګړي وضعیت په اړه د هند د اساسي قانون ۳۷۰ ماده:

  • کشمیر قسماً خپلواکه دی
     
  • د کشمیر ځايي مجلس کولای شي ځايي قوانین تصویب کړي
     
  • د هند د اساسي قانون ټولې مادې، په کشمیر کط د تطبیق وړ نه دي
     
  • د کشمیر ځايي اوسېدونکو څخه پرته، د هند نور وګړي په دغې سیمه کې د دایمي مېشتېدو او جایداد پېرلو حق نه‎لري
     
  • کشمیري مېرمنې چې له غیر کشمیري سړیو سره واده وکړي د ځمکې او کور د پېرلو حق نه لري

کشمیر ته اته زره هندي سرتېري استول شوي او د دغه هېواد هوايي او ځمکني ځواکونه د تیارسی په حالت کې دي.

شریک یي کړئ