Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وینزویلا ولسمشر له یوه بریده روغ ووت

وینزویلا ولسمشر، نیکولاس مادورو شنبې( د زمري۱۳مه) کله چې یې په یوه پوځې مراسمو کې خبرې کولې، پرې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وشول.

د ښاغلي مادورو وینا پر مهال چاودنه وشوه. د وینزویلا د ولسمشر په وینا دا چاودنه په یوې وړې بې پیلوټه الوتکه کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله وه.

د دې هېواد د اړیکو وزیر، خورخه رودریګز وویل:«دقیقا د مازدیګر پنځه بجې او یو څلویښت دقیقې وې چې له څو وړو بې پيلوټه الوتکو ولسمشر ته نژدې او د پریټ د میدان پر یوې برخې چاودیدونکو توکو وغورځو شول .ټول اړین تدابیر نیول شوي دي او پر ولسمشر دا برید ناکام شو . ولسمشر اوس په عادي توګه خپلې دندې ته ځواب ورکوي .»

د وینزویلا ولسمشر وویل:«زما لومړی غبرګون دا و چې حالت ووینم او آرامتیا وساتم . ځکه زه پر خلکو او امنیتي ځواکونو باور لرم . خدای زه وساتلم  او په دې ځمکه کې دا خلک او امنیتي ځواکونه دي چې زما ساتنه کوي. له همدې امله ژوندی یم او ویاړم . چمتو یم چې خپلې جګړې ته دوام ورکړو»

د وینزویلا ولسمشر په دې برید کې له کولمبیا سره  خپل مخالفان له کولمبیا سره پر مرستې تورنوي. د رپوټونو له مخې ددې په تړاو اوه تنه نیول شوي هم دي.

ده زیاته کړه:«زموږ څيړنې ډیرې پرمختللي دي. له شک پرته دا زما د وژلو لپاره یوه هڅه وه . هر څه د حکومت مخالفانو او کولمبیا ته اشاره لري. د کولمبیا ولسمشر ددې د پر دې تر شا په دغه برید کې لاس لري؛ دې کې هيڅ شک نشته.»

 بل پلو کولمبیا دا تور ردوي او د وینزویلا د ولسمشر خبرې بې بنسټه بولي.
 
د وینزویلا ولسمشر له یوه بریده روغ ووت

د وینزویلا ولسمشر په دې برید کې له کولمبیا سره  خپل مخالفان له کولمبیا سره پر مرستې تورنوي. د رپوټونو له مخې ددې په تړاو اوه تنه نیول شوي هم دي

شریک یي کړئ