د پآکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي او د دې هېواد لوی درستیز، قمرجاويد باجوه له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه یوه پوځي تمرین لپاره سعودي عربستان ته تلي دي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی چې د یادو چارواکو ترڅنګ د دې هېواد دفاع وزیر، خرم دستګیر هم سعودي عربستان ته تللی دی او ټاکل شوې ده چې د ګډون کوونکو هېوادونو پوځي تمرینونه د دې پلاوي په شتون کې وشي.
د سعودي عربستان پادشاه، سلمان بن عبدالعزیز د امریکا متحده ایالاتونو، عربي متحده اماراتو، قطر، بحرین، کویټ او ترکیې ته هم په دې تمرین کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
په دې یوه میاشتني تمرین کې د اردو سرتېرو، سمندري ځواکونو، هوايي او ځانګړو ځواکونو واحدونو ګډون کړی دی.
پوځي شننونکي په دې باور دي چې په سعودي عربستان کې دا پوځي تمرینونه د کیفیت او ګډون کوونکو له مخې تر ټولو لوی تمرین بلل کېږي.
په دې تمرین کې د پاکستان سمندري ځواکونو او همدارنګه د امنیتي آژانس دوو کښتیو ګډون کړی دی.
لګسونو زرو عربي، آسیايي او افریقايي عسکر په دې تمرین کې برخه اخیستې ده.