Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان محکمې د دغه هېواد د طالبانو یو مشر ازاد کړ

په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د طالبانو د تحریک یو مشر صوفي محمد د ازادېدو حکم صادر کړی دی.

اسوشېټډ پرس په یوه رپوټ کې چې نن سې‎شنبې خپور شوی لیکي چې صوفي محمد په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې له زرګونو جنګیالیو سره افغانستان ته راغلی ترڅو د امریکايي ځواکونو په وړاندې جګړه کې له طالبانو سره مرسته وکړي.

د صوفي محمد مدافع وکیل فداګل ویلي چې محکمې صوفي محمد یې د روغتیايي وضعیت له امله خوشې کړی او اداري پړاونه د اجرا په حال کې دي.

صوفي محمد چې د پاکستاني طالبانو د یوه مشر ملا فضل الله خسر هم دی له ۲۰۰۹ زیږدیز کال راهیسې بندي وه.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن پاکستان یې د ترهګرۍ په وړاندې په بې پامۍ تورن وي، هغه څه چې پاکستان هغه ردوي.

تېره اوونۍ ټرمپ په خپل ټوېټر کې لیکلي وو:«امریکې په تېرو پنځلسو کلونو کې په احمقانه توګه پاکستان ته څه باندې ۳۳ مېلیارده ډالر ورکړي دي او د هغه په مقابل کې له دروغ، دوکې څخه پرته هېڅ څه نه دي ترلاسه کړي.»

په واشنګټن کې د پاکستان سفیر عزیز احمد چودري، د ټرمپ اداره د ترهکرۍ په وړاندې د مبارزې په لړ کې د پاکستان قربانۍ د پام په نه نیولو تورن وي.

چودري اسو شیټډ پرس ته ویلي چې دا ادعاګانې عادلانه نه دي.

هغه وویل چې پاکستان په خپله د ترهګریزو بریدونو قرباني دی، او زیاتوي دا هېواد څه ډول کولای شي په خپله خاوره کې د جنګیالیو حضور وزغمي.

د صوفي محمد ازادېدل، هغه کس چې په ۲۰۰۱ زیږدیز کال کې د امریکا پر ضد یې د جهاد فتوا صادره کړه کولای شي د واشنګټن او اسلام اباد اړیکې لا ترینګلې کړي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د صوفي محمد ازادول د روغتیايي ستونزو له امله دي. خو دغو چارواکو په دې اړه نور جزییات وړاندې نه کړل.

شریک یي کړئ