Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان په دیني مدرسو کې جنسي تېری پراخه او اوږدمهاله ستونزه

د اسوشیټډ ‎پرس خبري اژانس یو رپوټ ښيي چې په پاکستان کې د ملایانو پراخ نفوذ او همدارنګه د دغې موضوع منع د دې لامل شوی چې په مدرسو کې پر ماشومانو د جنسي تېري ډېری پېښې ونه څېړل شي.

دغه رپوټ د پاکستان په دیني مدرسو کې د جنسي تېری یو پراخ او اوږدمهاله ستونزه بللې ده.

د دغه رپوټ پر نبسټ، په ۱۰ وروستیو کلونو کې، د پاکستان په دیني مدرسو کې پر ماشومانو د جنسي تېري ۳۷۵ پېښې د دغه هېواد په رسنیو کې خپرې شوې دي.

په رپوټ کې هغه ماشوم انځور شوی چې د پاکستان د پنجاب په ایالت کې د کور ته‎څېرمه یې په مدرسه کې د یوه کال لپاره دیني زده‎کړې کړي، خو وايي چې د دغه مدرسې ملا، پر هغه تېری کړی.

‍دغه ماشوم د پاکستان په دیني مدرسو کې د جنسي تېري یوازې یو له قربانیانو څخه دی.

د اسوشیټډپرس خبري اژانس وايي چې د پاکستان په دیني مدرسو کې څه باندې ۲ مېلیونه ماشومان مدرسو ته درومي چې یو ستر شمېر یې د دغو پېښو قرباني دي.

هغه ملا چې پر دغه ۹ کلن ماشوم په جنسي تېري تورن دی دغه تور ردوي.

تورن ملا وايي:«شپږ او اوه کاله کېږي چې واده مې کړی او مېرمن مې هم ښکلې ده. له یوه ماشوم سره ولې داسې یو کار وکړم.»

دغه رپوټ له یو شمېر قربانیانو، اوسنیو او پخوانیو وزیرانو، مرستندویه ډلو او د پاکستان له دیني علماوو سره د مرکې پر مټ چمتو شوی دی.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون غړی ای اې رحمان په دې اړه وايي:«په مدرسو کې د جنسي تېري، ډېر کم ویل کېږي. په دې اړه له خبرو کولو څخه تول وېرېږي. له بلخوا خلک د دیني بنسټونو په اړه اندېښمن دي او نه غواړي چې د داسې رپوټونو له خپرولو سره دغه بنسټونه بدنامه شي.»

خو هغه کسان چې د دغو پېښو په اړه ونیول شي، له درنو سزاو سره نه مخ کېږي.

یو بل ماشوم چې پر هغه هم په مدرسه کې تېری شوی وه کورنۍ یې له دغو ستونزو داسې وايي.

د جنسي تېري یو قرباني وايي:«زه وېرېدلی وم. ما ته یې ویلي وو که‎چېرې چا ته ووایې، مړ به دې کړم او اعدام به دې کړم.»

د قرباني ورور مقصود وویل:«کله چې دا ناوړه پېښه وشوه، هېچا ورته رسېدنه ونه کړه. موږ په خپله مجرم پولیسو ته تسلیم کړ، خو پولیسو هغه خوشې کړ. دا ډول کسان څنګه خلاصېږي؟ پولیسو موږ ته وویل چې له خپل شکایت څخه تېر شو. پولیس ولې داسې غوښتنه لري؟ خو کله چې د پولیسو خبره مو تر غوږ نه کړه مجرم یې ازاد کړ.»

په دغه رپوټ کې د وړاندې کړل شویو شمېرو له مخې، د پنجاب پولیسو په پاکستان کې تر ټولو فاسد بنسټ دی.

خلک هم وايي چې پولیسو د خلکو غږ نه اورې. خو پولیس بل څه وايي.

د پولیسو یو چارواکی سجاد محمد خان وايي:«د دغو پېښو د څېړلو لپاره شاهد، شواهدو او د عدلي طب شواهدو ته اړتیا لري.»

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان دیني مدرسې، په سیمه کې د ترهګرو د جنګیالیو د جذب اصلي سرچینه بلل کېږي.

شریک یي کړئ