د پاکستان د بلوچستان مجلس تهڅېرمه د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۷ تنه پولیس وژل شوي دي.
د پاکستان امنیتي ځواکونو د سېشنبې په مازدیګر (د مرغومې په ۱۹ مه) د دې پخلی کړی چې د بلوچستان ایالت د کوټې ښار کې د یوې چاودنې په ترڅ کې ۷ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپيان شوي دي.
د چاروکو په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې یوه ځانمرګي بریدګر هڅه کوله چې ځان د بلوچستان د سیمهییزې جرګې ودانۍ ته ځان ورسوي، خو خپل چاودېدونکي توکي یې د پولیسو د یوه موټر تهڅېرمه وچاودول.
د دغه هېواد چارواکي زیاتوي چې دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د پولیسو ځواکونه د کوټې ښار یوې خوندي سیمې د بلوچستان د سیمهییزې جرګې تهڅېرمه د حرکت په حال کې وي.
دغه چاودنه له هغې وروسته څو ساعته ورته رامنځته شوه چې د بلوچستان اعلا وزیر ثناالله زهري له خپل مقام څخه استعفا وکړه.
تراوسه هېڅ دلې د دغې پېښې پړه نه ده منلې.